په دوحه کې د شنبې په ورځ له طالبانو سره د جوړجاړي پر وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير طالبانو ته وويل چې اوسنى افغانستان له هغه ډېر توپير لري چې په ٢٠٠١ کال کې دوى پرې واکمني کوله. د تېرو ١٩ کلونو په بدلونونو کې لويه برخه د افغان ښځو د حقونو يادېږي. اوس افغان مېرمنې د تعليم او کار اجازه لري او په اساسي قانون کې يې حقونه خوندي دي. حکومت کې د طاالبانو د ځاى پر ځاى کېدو او يا د طالبانو پربيا ستنېدو ډېرې ښځې اندېښمنې دي چې دغه حالت ښايي بدل شي. خو د ښاري او کليوالو ښځو نظرونه يو څه توپير لري. شازيه حيا له څو کليوالو مېرمنو سره غږېدلې ده
Ещё видео!