دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوې، چې د دغه جګړه ځپلی هېواد ګاونډيانو په ګډون په کې د نړۍ د ۲۵ هېوادونو او ټولنو استازي برخه لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتيونيو ګوتېرېش هم ورغلی، خو طالبانو دا غونډه تشريفاتې بللې، او له ګډونه يې په کې ډده کړې ده. دې غونډه کې تر طالب واکمنۍ لاندې افغانستان سره د چلن زياتوالي او هم دغه هېواد کې بشري کړکېچ ته د يوه همغږي ځواب څرنګوالي په اړه خبرې او بحث کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/3ec_Nf8tiX8/maxresdefault.jpg)