وروسته له هغې چې افغانستان کې طالبان واکمنۍ ته ورسیدل ورو ورو ژوند عادي لور ته روان دی خو رښتیا دا دي چې د ښځو لپاره ژوند ډیر بدلون وکړ. د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو ډیریدو اندیښنې ډیرې کړي او پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي . ولې ښځې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې نشته؟ ولې په دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع شوي دي؟
د طالبانو ملاتړو ښځو جامې، له کابینې د ښځو چارو وزارت لرې کول او له دندو د هغو ښځو منع کول چې د کور سرپرستانې دي هغه موضوعات دي چې نن سبا پرې ډیر بحث کیږي. دا اونۍ آشتي همدې موضوع ته ځانګړې ده.
Ещё видео!