څه ګلونه، څه رنګونه څه نغمې کړم
ستا د ښار خبرې ستا په شان خوږې کړم
د تيارو د غرور سترګې به رنړې کړم
پرهرونه به په لارو کښې ډيوې کړم
څوک چې ما او تا يو ځای ليدلی نه شي!
ورپسې به هغه ستا د خُولې خيرې کړم
د جانان د خوبولو سترګو ياده
ته راځې که د زخمونو ډيوې مړې کړم
زه د هر محفله ستړی کورته راشم
زه په هر اتڼ کې ځان ذرې ذرې کړم
هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي
چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم
د سپرلي له خوا په دومره نصيب غواړم
چې د ګُل شونډې پخپلو وينو سرې کړم
شاعر: صاحب شاه صابر
سندرغاړی: اعجاز افق
#ijazufaq
#pashtoghazal
#pashtosong
#pashtonewsong
#pashto
#pashtopoetry
#pashtoshayari
#pashtosong
#afghan
#afghanistan
#afghanmusic
#pashtomusic
#
Ещё видео!