په پنجشیر او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو او د مقاومت جبهې تر منځ له نښتو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې پکې طالبان له عام وګړو سره ناوړه چلند کوي. په سیمه کې خپلواکې رسنۍ او بنسټونه فعال نه دي چې وضعیت له نږدې وڅیړي. پوښتنه دا ده چې آیا ریښتیا هم دغه نښته په همدې کچه لویه ده او یا یوازې په خواله رسنیو کې یې خلک لویوې؟ او که ریښتیا هم نښتي شوي نو ولې یې طالبان ردوي او په هکله یې جزئیات نه وړاندې کوي؟ دا او نورې اړونده پوښتنې به د پخلاینې د جمعې ورځې په خپرونه کې له خپلو میلمنو سره مطرح کړو. د پخلاینې د دې خپرونې میلمانه مو طالبانو ته نږدې څیره مولوي امدادالله منصور او بل میلمه مو د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دی. خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان په وخت د ماسپښین پر ۳:۴۵ چې د افغانستان ۶:۱۵ بجې کیږي، د دویچه ویله پر پښتو فيسبوک پاڼه او یوټیوب چینل خپریږي. تاسې هم کولی شئ خپلې پوښتنې او نظریات د تبصرو په برخه کې له موږ سره شریک کړئ.
Ещё видео!