ملګري ملتونه وايي طالبان يې د دوحې غونډې ته نه دي وربللي، چې ټاکل شوې دا اوونۍ قطرۍ پلازمېنه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون وشي. نيويارک کې د ملګرو ملتونو وياند سټېفان دوجارېک خپل اونيز خبري کنفرانس کې ويل، دا غونډه چې دوشنبه/ګل او سې شنبې/نهې کېدونکې ده، د سازمان سرمنشي یې طالبان نه دي وربللي، او وايي پام به په کې افغانستان کې د مخ پر وړاندې يوه پايېدونکي تګلوري لپاره د ګډو موخو په اړه د نړيوال چلن پر پياوړتيا راغونډ وي. طالبانو ويلي د دوحې او د افغانستان په اړه هره غونډه چې دوی په کې ګډون ونه لري، د چارو حل کې مرسته نه شي کولی..
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:06 د خپرونې سرټکي
1:37 دوحې غونډې ته د طالبانو نه بلنه
3:30 سودان کې جګړه او د ملکيانو کړاو
6:35 لنډ خبرونه
8:24 عراق کې د تېلو له ککړتيا د ناروغيو کړاو
11:38 پښتونخوا کې د خوراکي توکو بيو لوړوالي ستونزې
14:58 د لوبو خبرونه
16:10 مېرمن خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/B_L9j6q_TTo/maxresdefault.jpg)