د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې په شوې انتحاري حمله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي رسنیو ته وویل چې انتحاري کوونکي د لوی څارنوالۍ د کارمندانو موټرته د پورته کېدو پلان درلود چې وروسته یې د یاد موټرمخې ته ځان ته چاودنه ورکړه.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د یادې پيښې زیات قربانیان میرمنې دي.
وسله والو طالبانو د پيښې مسوولیت اخستی او په دغه پيښه کې د لوی څارنوالۍ ګڼوکارمندانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
Originally published at - [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/Gppt_I7ZWjg/maxresdefault.jpg)