دا د روسیې د شمالي اوسېتیا په بېسلان کې په ۲۰۰۴ کال کې په ښوونځي کې تر عامه وژنې وروسته د واقعیتونو یوه نا ویلې قصه ده. هغه مهال پر ښوونځي د وسلوالو برید د نړۍ د رسنیو د سر خبر وو او هغه د چېچنیايي وسلوالو پر وړاندې د روسیې په جګړه کې له تر ټولو خونړیو پېښو یوه وه. دینا کرګیېفا د موسیقۍ ښوونکې وه او په هغه پېښه کې یې ۱۱ کلنه لور وژل شوې وه. روسیو ځانګړو ځواکونو چې د بېسلان په ښوونځي کې له وسلوالو څخه د یرغمل کسانو خوشې کولو هڅه کوله نو د ګډوډۍ پر مهال د ۱۸۶ زده کوونکو په ګډون ۳۳۰ تنه ووژل شول. کرګیېفا نه غوښتل چې نور ژوند وکړي، خو په ۴۴ کلنۍ کې یې یوه نجلۍ خپله دیني لور کړه چې خپله "نجات بخښونکې" یې بولي. د سېپټېمبر پر لومړۍ د ښوونځي د عامه وژنې ۲۰م تلین دی. د مستندو فلمونو جوړوونکی دېمېتري بېلیاکوف په دې ویډیو کې د کرګیېفا قصه کوي.
د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې دا ويډيو، پامير ساحل پښتو کړې ده.
Ещё видео!