د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه د موټربم بريد له امله د ځاني زيان ترڅنګ عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.
امنيتي چارواکي وايي چې بريد د سې شنبې سهار ۹ بجې وشو.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د يوه موټربم په وسیله رامنځته شوې چې موخه يې د کومانډو ځواکونو يوه امنيتي قرارګاه وه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو کومانډو عسکر وژل شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د رضايي په خبره، د چاودنې له امله ۲ ملکي وګړي هم وژل شوي او تر ۳۵ ډېر نور ټپيان شوي دي.
په ورته مهال بيا د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې د بلخ ولسوالۍ په موټربم بريد کې د څلور ملکي وګړو وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
share support subscribe !!
subscribe: www.youtube.com/pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
[ Ссылка ]
www.instagram.com/pajhwok
[ Ссылка ]
www.pajhwok.com
video@pajhwok.com
mobaile : 0093770464141
Ещё видео!