د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس د دې پخلی کړی چې هېواد به يې د پخواني ولسمشر باراک اوباما ژمنې ته درناوی کوي، چې د اسټراليا له بندځايونو به څه د پاسه ۱۲ سوه پناغوښتونکي مني.
د اسټراليا له لومړي وزير مالکوم ټرنبول سره له کتنې وروسته ښاغلي پېنس د شمالي کوريا د اتومي هيلو په اړه هم خبرې وکړې.
ده وويل د امريکا يو اېس اېس کارل وېنسن الوتک وړونکې بېړۍ به د روانې مياشتې تر پايه د جاپان سمندر کې وي.
Ещё видео!