د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مدافع وکیلان وايي، د دغه هېواد قضايي سیستم ړنګېږي. دوی دا خبره له هغه وروسته کوي چې ښاغلي خان ته د پآکستان له عمومي ټاکنو څو ورځې وړاندې د یوه بل اوږده بند سزا ورکړل شوه. په زندان کې د عمران خان پر ضد د قضیې له یوې اوریدنې وروسته، یوې محکمې عمران خان له دولتي سوغاتونو په غېرقانوني توګه د ګټې اخیستو په جرم مجرم وپېژند او ده او مېرمن ته یې د ۱۴ کالو بند سزا ورکړه. بشرا بي بي محکمه کې نه وه خو وايي چې ځان به چارواکو ته وسپاري. عمران خان ته پرون په یوې بلې قضیې کې چې د محرمو دولتي اسنادو د افشا کولو تور و، د لسو کالو بند سزا واورول شوه.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/LKcO9LGBnfs/maxresdefault.jpg)