د روسیې پلازمینه مسکو د افغان سولې په تړاو د افغانستان دولت، طالب استازو او په سوله کې د ښکیلو هېوادونو کوربه دی. د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی روسیې ته ورسېد او د طالبانو استازي هم له دوحې روسیې ته روان شوی دی.
ښاغلي عبدالله ویلي د یوه بریالي کنفرانس تمه لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي د سیمې هېوادونو له همکارۍ پرته سوله ناشونې ده. د مسکو ناسته کې د ښځو د ونډې کمرنګۍ او نېوکو په په تړاو ارګ ویلي د مېرمنو نیوکې پر ځای دي ځکه ددغه پلاوي یو شمېر غړي په شخصي ډول غوښتل شوي دي.
بلخوا په روسیې کې د افغانستان سفارت په یوه لیک کې د بهرنیو چارو وزارت او د پلاوي یو شمېر غړو ته روښانه کړی چې د سفر ځینې لګښتونه به دوی خپله کوي او روسي چارواکو د کنفرانس په څنډه کې له هغوی سره له لېدنې بښنه هم غوښتې ده.
د یوې مرکې په سر کې پاینده څرګند، په کابل کې د بي بي سي د دفتر له مشر، عنایت الحق یاسیني پوښتلي چې دا غونډه ولې مهمه ده؟
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/MIzPFmLVGpA/maxresdefault.jpg)