It's winter, not the war like in southern & eastern provinces Khandahar & Helmand, that is killing some of Afghanistan's Pashtun children. CNN's Nick Paton Walsh reports.
وران کور
وران ويجاړ به ټول جهان وي څو چې وران افغانستان وي
خپل پردی به سر ګردان وي څو چې وران افغانستان وي
څو چې کور دپښتون وران وي نه به امن نه امان وي
څو چې ناست غره کې افغان وي څو چې وران افغانستان وي
شرق او غرب به هم لمبه کړي دا واړه واړه بڅري
تار په تار به هر ګرېوان وي څو چې وران افغانستان وي
دا سېلاب د وينو خپله ځان رسۍ د قاتل کور ته
سور به هر چېرې انسان وي څو چې وران افغانستان وي
د هيچا ډيوه به بله اوس اټکه پاتې نه شي
تر هغې به سخت توپان وي څو چې وران افغانستان وي
اجمل اټک يوسفزی
Ещё видео!