Artist: Ijaz Ufaq
Song: Watan
Lyrics: Qudratullah Darman
Compose: Ijaz Ufaq
Produced by Pashto Classic
#pashtoclassic #ijazufaq #pashtosongs #newsong #pashtomusic #newmusic #eidsongs #ghazal
څو به په جنګ وي دا د واک وږي شتمن د وطن
تر څو به سوال ته په چوک ناسته وي مېرمن د وطن
څه په ارزانه نرخ یې پلوري د نېستۍ سوداګر
څه خونړو ځنګلو وخوړل زامن د وطن
یو غیبي غږ مې خوب کې پوښتي غواړه څه شی غواړې
وایم دیدن د ادې غواړم بل دیدن د وطن
تمه د ګل د ټوکېدو کوي په کومو سترګو ؟
چا چې په سرو وینو خړوب کړله لمن د وطن
ډېر سپیناوی دې د ځان نه کړي زه هر څه پېژنم
تر خپلې برخې هر چا ویستي ده څرمن د وطن
ګلونه څه ؟ لوېدلې پاڼې یې هم پاتې نشوې
داسې ناترسې سیلۍ لوټ کړلو ګلشن د وطن
که یوه دعا زما قبلېږي غواړم دغه دعا
له وطن مه شوکوه یا خدایه میئن د وطن
د لاس ویګاس په ماښامي کې مې زړه چوي درمانه
راته یادېږي خپل یاران او ماسخوتن د وطن
قدرت الله درمان
![](https://i.ytimg.com/vi/N4MwUsXOthE/maxresdefault.jpg)