Qailoon Khana
Singer: Ijaz Ufaq
Poetry: Qudratuullah Darman
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
یا د قایلون په سر پرتې سکروټې
مسکا دې یو جهان خبرې لري
د زړه په کور مې پوکوې سکروټې
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
د سره انار ذایقه تر څو پورې ده
د بنګ خوشبو دې له جیبنه راځي
ستا د رخسار ذایقه تر څو پورې ده
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
د خپل نصیب سره په جنګ ولاړې
څه مجبورۍ دې زړه مظبوط نیولی
یا فرمایش ته د بدرنګ ولاړې
قیلون خانه کې مزدورګارې نجلۍ
په څنګ د خلاصو زلفو غر واړوه
خوره وره کړه د لونګو خوشبو
په ټول صالون نشه په سر واړوه
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
د قایلون ګرد دې په رخسار ولاړ دی
په زیړو ګلو بخت شیندلي ایري
ګنهګار پشم په انار ولاړ دی
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
په موسکو سترګو کې مې حال وپوښته
ما نه به زما زړګوټی څه شی غواړي
دا دې له خپلو سترګو سوال وپوښته
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
ماته په چا کلکه میئنه ښکارې
مګر نېستي دې ترېنه لرې ساتي
له خپل نصیب نه ګیله منه ښکارې
قیلون خانه کې مزدورکارې نجلۍ
خدای خو د ګل ارمان ته ورسوه
خدای دې ښایست برکتي کړه پسې
خدای خو دې خپل ارمان ته ورسوه
#ijazufaq #pashto #pashtoclassic #pashtosong #pashtopoetry #urdughazal #urdupoetry
#forextrading #ijaz #afghanistan #ghazal
![](https://i.ytimg.com/vi/QkBGebGZJkQ/maxresdefault.jpg)