د نړیوالې جنایي محکمې پخواني څارنوال سر جیفري نایس هم له نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد عمل بللی دی. دغه بریتایايي قانونپوه چې د سربیا د مخکیني مشر سلوبودان میلاسویچ په محاکمه کې و ، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي له ښوونځیو د نجونو راګرځول په حقیقت کې د دوی پر بنسټیزو حقونو پښه اېښودل دي. پرون د بريتانیا پخواني لومړي وزیر او د زدکړو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن بروان هم ویلي و چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد جرم دی. د بریتانیا دغه پخواني سیاستوال د جرمونو له نړیوالې محکمې هم غوښتنه کړې چې د بشري حقونو دغه سرغړونکي محاکمه کړي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/R-7S8Dn2_TA/maxresdefault.jpg)