د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر واګو له ولکې راهيسې، طالب واکمنۍ کې ښځې د عامه ژوند له ډېرو برخو ايستل شوې دي. له ډېرو دندو او کارونو منعه شوې، سينګارتونونه تړل شوي، ښځې له پارکونو، مېله ځايونو او جېمونو منعه شوې دي. افغانستان نړۍ کې يوازينی هېواد دی، چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بنديز لګېدلی دی. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ، يوناما دا بنديز د نه سپيناوي وړ او زيان رسوونکی بللی، د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/RZ5EbIh5Srs/maxresdefault.jpg)