د طالبانو له هغې پریکړې وروسته چې افغانستان کې یې د نړیوالو سازمانو ښځینه کارکوونکې له کارونو منع کړې ډیرو سازمانونو په دغه هیواد کې خپل کار وځنډوه.
د دغو سازمانو په بندیدو ډیر شمیر ښځې او نارینه بې روزګاره شول.
نړیوالو سازمانو له طالبانو غوښتي چې خپله پریکړه بیرته واخلي؟
آیا طالبان به خپله دغه پریکړه بیرته واخلي؟
دغه پریکړه د ښځو ژوند څومره سختوي؟
دا جمعه د پخلاېنې په خپرونه کې د سیاسي چارو له کارپوه امان الله هوتکي او د غیرې دولتي موسسې کارکوونکې سایرې سلیم سره پرې بحث کوو.
خپرونه د آلمان پر وخت پر ۲:۳۰ بجو چې د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې کیږي، په ژوندۍ بڼه د دویچه ویله پښتو پر فیسبوک او یوټیوب چينل خپریږي. تاسې هم کولی شئ چې خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه کې زموږ سره شریکې کړئ.
Ещё видео!