د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې بي بي سي ته ویلي، داسې هیله شته چې په افغانستان کې به ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په مرستندویه ادارو کې کار پیل کړي. دوی دا خبر له طالب چارواکو سره تر لیدو او خبرو وروسته کوي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک ترلاسه کولو پر مهال د ښځو حقونو ته د درناوي ژمنه کړې وه، خو له هغه وخت راهیسې د ښځو او نجونو پر ژوند یو لړ محدودیتونه وضع شوي دي. طالبانو د نجونو منځني ښوونځي تړلي دي. په پوهنتون کې د ښځو د ګډون مخه یې ونیوله. او تېره میاشت یې مرستندویه ادارو لپاره د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ - په داسې حال کې چې دغه هېواد له بشري بحران سره مخامخ دی.
#bbcpashtotv #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/SmbTog-7gz0/maxresdefault.jpg)