'افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د تبعیض، جلا کولو، د هغوی انساني کرامت ته د سپکاوي او ګوښه کولو يو اداري سیستم جوړ شوی او پلی کېږي'... دا خبره افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر په خپل نوي څېړنيز راپور کړې، چې د جون پر ۱۸ مه به یې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي. راپور وايي طالبان د افغان ښځو پر وړاندې د جنسيت له مخې توپيري چلن تر ټولو افراطي بڼه پلې کوي. له ښځو یې دومره حقونه اخیستې چې بیخي یې په دېوالونو کې را ایسارې کړې دي او له امله یې ښځې د نهيلۍ په یوه کړاو کې ژوند کوي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ۵۲ فرمانونه صادر کړي او له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه سخت محدود کړي دي. له دې بندیزونو یو یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز دی چې دا اوونۍ یې زر ورځې پوره کېږي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcpashtotv
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/Vyhs967g2Rs/maxresdefault.jpg)