سږ د مارچ ۸ مه یا د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې د افغان ښځو په خبره دوی د تاریخ له بدترین پړاوه تیرېږي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو يو نیم کال تیرېږي او په دغه موده کې افغان ښځې له ټولو اساسي او انساني حقونو بې برخې دي.
یو کال، شپږ میاشتې او ۲۴ ورځې کېږي چې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه دي تللي، د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوي، په ټولو دولتي او خصوصي موسساتو کې له کار منع شوي دي، ورزشي کلبونو، پارکونو او خصوصي کورسونو ته له نه تګ سربېره ښځې نه شي کولای په یوازې ډول سفر وکړي.
طالبان وایي په اسلامي چوکاټ کې ښځو ته حقونه ورکوي خو ښځې، دیني علما، د بشري حقونو مدافعین د طالبانو دا چلند له اسلام سره په ټکر کې بولي.
ایا افغان ښځې د سیاست قرباني دي؟
تازه اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو او امربالمعروف پر وزيرانو بنديزونه ولګول او د دغي ټولنې تر شلو زياتو بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده
دا اونۍ د پخلاینې په خپرونه کې پر دې غږېږو چې افغان ښځې له څه ډول وضعیت تیرېږي؟
ایا د نړیوالو بندیزونه به طالبان له خپلو دغه پرېکړو را وګرځوي؟
مېلمانه مو د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل او د ښځو د حقونو فعاله تاجور کاکړ دي.
خپرونه سبا د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت په ۲:۳۰ چې د افغانستان په وخت د ماښام شپږ بجې کیږي، په ژوندۍ بڼه د دویچه ویله پښتو فیسبوک او یوټیوب څخه خپریږي. تاسې هم کولی شئ له مېلمنو خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه کې مطرح کړئ.
په افغانستان کې د ښځو تیاره ژوند
Теги
DWDeutsche Welleافغانستاندویچه ویلهآلمان غږدویچه ویله پښتوپښتوپختوپشتوسولهبهیرطالبانطرحهسرپرسته کابینهرسنۍنړیوال مشروعیتګاونډي هیوادونهد طالبانو لیکېنړیوالجګړهاقتصادمذاکراتپخلاینهپېسېډالرامریکا متحده ایالاتښځېنجونېتعلیمخصوصي پوهنتونونهشخصي پوهنتونلوړې زده کړېد نجونو پر نوم لیکنه بندیزafghan womenAfghanistanHigher educationUniversity