شاعر: غني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ــــــــ
دی خبر نه دی چې زما تنده
نه د شرابو، نه د زمزم ده
نه غېږ د حورې او نه غلمان دي
نه د اور يره، نه د تورتم ده
دا زه چې سوزم زما خپل اور دی
نه ترې دوزخ خبر دی او نه شيطان
دا خو يو خوب دی چې زې لټومه
په کندو، جاړو، ځمکه، اسمان
خو ومې نه ليد، پيدا مې نه کړ
هسې مې ورک کړ ورپسې ځان
په ډک جهان کې ګرځم يوازې
نه مې تربور شته نه مې جانان
که سترګې پټې وي، که سترګې وازې
نه ښکاري، نه ښکاري د سود مکان
نيکه بابا مې د کلي خان کړم
دې خود هوسۍ کړم د بيابان
مُلا وجود ته مې کړي خبرې
را ته څنډي شراب، حورې، غلمان
ــــــــــــــ
![](https://i.ytimg.com/vi/ZvtUepBzPu8/mqdefault.jpg)