#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
نن پنځمه ورځ ده چې تورخم دروازه د لویو لاریو او بې ویزې افغان ناروغانو پر مخ تړلې ده. بيبيسي پښتو پاڼې ته مالومه شوې چې تېرو دوو ورځو کې په تورخم کې پام وړ خبرې نه دي شوي.ځینو سرچینو بيبيسي ته دا هم ویلي چې پاکستاني چارواکي نن د دروازې د پرانیستلو او یا هم همداسې د بند ساتلو په اړه پر پرېکړې بحث کوي.هممهاله، د ډیورنډ کرښې بله غاړه لواړګي کې سلګونه موټر چلوونکو او ځايي خلکو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې "د ویزې له شرط پرته دغه لار پرانیزي." په تورخم کې د ټرانسپورټ ټولنو مشر معراج الدین شینواری موټر چلوونکو ته په ور پېښو ننګونو خبرې کوي.
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/ahqNl2zUWjg/maxresdefault.jpg)