افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه هند ته له رسېدو وروسته، د افغانستان په سفارت کې له هند میشتو افغانانو او افغان محصلینو سره وکتل. ولسمشر غني، هغو افغانانو ته چې په هند کې اوسي او له کلونو راهېسې هلته کډوال دي، وویل چې افغانستان سږ کال له سختې جګړې او له یوه ستونزمن کال سره مخ دی، او نړیوال تروریزم، افغانستان ته مخه اړولې ده. ښاغلي غني په بهر کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو دفترونو او سفارتونو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د ملي یووالي د حکومت پالیسي دا ده ترڅو په هغو اروپايي هیوادونو کې چې سفارتونه یې بې کاره دي، هغه وتړي او ډېره پاملرنه په ګاونډیو هیوادونو کې د قونسلګریو زیاتوالي ته واړوي. ولسمشر غني وویل د واسطو په زور په بهرنیو چارو وزارت کې ډيپلوماټان نه شي زغملی.
![](https://i.ytimg.com/vi/e-Qc7FP9dQg/mqdefault.jpg)