Zawia music - Naghma New Pashto Song 2021 "Ana" | نغمه - نوی سندری - انا
زه د حوا لرو یمه رڼا یمه ښکلا یمه
ښځه یمه، مینه یمه، مینې ته پیدا یمه
نه یمه کمزورې لکه غره غوندې پیاوړې یم
غیشی یم، خنجر یمه، زه مې توره د بابا یمه
زه یمه ملاله د میوند، زه رابعه د بلخ
وینه به ترې ځار کړم په وطن باندې فدا یمه
ما د ژوند تیارې په خپلو اوښکو رڼا کړي دي
زه لکه د شمعې په ژړا کې په خندا یمه
کلکه یم په خپلو ارادو کې امنه یمه
ستره یمه زه د عایشې د زړه درزا یمه
سپکه به مې نه ګڼئ راګورئ په درنو سترګو
خور د میرویس خان یمه ادې د احمد شاه یمه
ښځه یمه، خور یمه، هم لور یمه، هم مور یمه
ټولو ته نغمه یمه خپل لمسیو ته انا یمه
***
سندرغاړې: ښاپېرۍ نغمه
شعر: ښاپېرۍ نغمه
کمپوز: شفیق مرید
موسیقي: یامي
پروډکشن: زاویه میوزیک
***
Singer: Khaperai Naghma
Poem: Khaperai Naghma
Composed: Shafiq Mureed
Produced: Zawia Music
Welcome to Zawia’s Channel everyone. Hope you guys enjoy our videos, please make sure to like, subscribe and share our channel. Much love and thank you all.
DO NOT RE-UPLOAD - Re-uploaded videos will be reported!!
Follow Us Below:
Twitter: [ Ссылка ]
Facebook: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
#ZAWIAMUSIC #naghma #ana #shafiqmureed #نغمه
Ещё видео!