بي بي سي د داسې څه ګواهۍ او کيسې راسپړلې، چې ښايي د ميانمار کورنۍ جګړه کې د ډله يیزو وژنو تر ټولو ناوړه پېښې وبلل شي. د اګست پر ۵ مه، عيني شاهدان وايي، د روهينجيا مسلمانانو سلګونه ملکيان داسې حال کې بمبار شوي وو، چې د جګړې له سيمې یې د تېښتې هڅه کوله. دا د دغې ټولنې پر وړاندې د مرګوني تاوتريخوالي تازه پېښې دي. ۲۰۱۷ کال کې يې زرګونه داسې پېښو کې وژل شوي وو، چې ملګرو ملتونو د دغه هېواد د پوځ له لوري توکميزه پاککاري بلله. تېرو څو مياشتو کې هم سلګونه روهينجيا مسلمانان وژل شوي او زرګونه یې بنګله دېش ته تښتېدلي، خو اوس دوی وايي پر دوی له بل اړخه هم بريدونه کېږي، د هغوی له خوا چې د میانمار د پوځ پر وړاندې جنګېږي، د اراکان حکومت مخالفی پوځ.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!