ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د بشري حقونو حالت په پرځېدو دی، او طالبان يې پر ښځو او نجونو په ټکان ورکوونکې کچه ظلم تورن کړي دي. دا خبرې د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې مشر وولکر تورک پرون جينيوا کې د بشري حقونو شورا غونډې ته کولې، چې د تېر مارچ تر اګست پورې مودې په اړه د بشري حقونو راپور هم په کې وړاندې شو. راپور کې افغانستان کې د قانون واکمنۍ او بشري حقونو، په تېره بيا د ښځو او نجونو حقونو سيستماتيک شاتګ يادونه شوې ده. طالبان وايي د ښځو حقونو درناوی کوي، او د شريعت او ځايي دودونو په اړه د خپل سوچ له مخې ورسره چلن کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:11 د خپرونې سرټکي
1:31 افغانستان کې د بشري حقونو حالت په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه
5:54 د تورخم لارې بندېدو دوام
6:26 انوار الحق احدي سره خبرې
12:15 لنډ خبرونه
13:30 لیبيا کې د سمندري توپان تاوانونه
17:01 لنډ خبرونه
18:02 د لوبو خبرونه
19:15 ټېکنالوژي اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/l0CVqhdl-Eo/maxresdefault.jpg)