ملګرو ملتونو او امريکا لوېديځه غاړه کې د يوې امريکايۍ-ترکۍ ښځې د وژنې په اړه د بشپړۍ پلټنې غوښتنه کړې ده. عيني شاعدانو او فلسطينيو چارواکو ويلي اسرائيليو ځواکونو يوه ترکۍ-امريکايۍ ښځه داسې حال کې په سر ويشتلې، او وژلې چې له نابلس سره نژدې بیتا ښارګوټي کې یې د يهودي مېشتځايونو پراخولو پر وړاندې اوونيز احتجاج کې ګډون کاوه. دا ايسينور اېزګي ايګي نومېده، چې لګېدو سره سملاسي يوه روغتون ته يووړل شو، خو وروسته له خپلو ټپونو مړه شوه. د اسرائيلو پوځ منلې چې پر لاريونيانو يې ډزې کړې دي، او ويلي یې دي د پېښې په اړه به پلټنه کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:26 د فلسطين لوېديځه غاړه کې تاوتريخوالی
5:22 د فلسطين لوېديځه غاړه کې د یهودي مېشتځايونو پراخوالی
9:37 د طالبانو کړنلار په اړه د امنيت شورا اعلاميه
10:53 له نړيوالې فضايي اډې د فضايي کپسول ستنېدا
11:36 مېرمن، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!