0:00 ماښامنۍ خپرونه
0:02 لنډ خبرونه
01:26 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي د افغان سولې په تړاو دغه هېواد کې کېدونکي غونډه راتلونکې اپریل میاشت کې را بلل کیږي.
04:21 افغان امنیتي چارواکي وايي د فاریاب المار ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري استول شوي دي.
05:31 د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون غوښتنه کړې چې افغان مېرمنو ته دې په دولتي بنسټونو کې د لوړ کچ لا ډېرې دندې وسپارل شي چې د پریکړو واک ولري.
08:24 د پاکستان د واکمن ګوند له ملاتړه برخمن نوماند صادق سنجراني د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مشر په توګه ټاکل شوی.
11:11 د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجي مرکزي وزير فواد چودهري د پېښور عالي محکمې له خوا پر ټک ټاک لګول شوي بندیز ته په غبرګون کې ویلي له سترې محکمې به د دې مسلې د هوارې لپاره د مرستې غوښتنه کوي.
14:42 کورونا وېروس: بایډن جولای څلورمې ته له وېروسه 'د ازادۍ ورځې' په نظر ګوري
د ترکیې او مصر ترمنځ دپلوماتیک اړیکي له سره پيل شول. 15:18
15:53 جاپان ویلي راتلونکو اولمپیک سیالیو کې به خپل ګډونکوونکي لوبغاړي پرینږدي چې د چین واکسین وکړي.
17:04 د افغانستان او دزیمبابوی ترمنځ د ټسټ دویمي سیالۍ په ننۍ لوبه کې د زیمبابوی ټوله لوبډله د ۲۸۷ منډو په ترسره کولو وسوځېده.
19:25 آیا کولی شي هغه څوک وبښئ، چې ستاسي ماشوم یې وژلی وي، تاسي یې ربړولي او یایې جنسي تیری درباندې کړی وي ؟ ځیني جرمونه او پیښې دومره بدې او بوګنونګي وي، چې د ترسره کوونکي بخښل یې د هر چا له وسه نه وي.
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/lxQpx-T2n7E/maxresdefault.jpg)