د۱۳۹۲ لمریز کال د چنګاښ۱ نېټه
حامدکرزي د سنګین ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او مخورو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان کړې.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد ولي علیزي، د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزې شورا رئیس حاجي محمد داوودخان او سیدولي سمیع د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی د خپلو سیمه ایزو ستونزو پر بیانولو سربیره د سنګین په ولسوالۍ کې د امنیت پر پراختیا، د امنیتي ځواکونو ترمنځ پر همغږۍ، د سړک جوړونې او د برېښنا شبکې د پروژو د کیفیت پر ښه والي او د کار پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د دغې کتنې برخه والو همدا راز د سنګین ولسوالۍ د شهیدانو له ورثوو او له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د سنګین ولسوالۍ د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.
-------------------------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace -- ARG
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af
Ещё видео!