د تورخم لار له لس ورځې بندېدا وروسته نن پرانیستل شوه. خو لا هم لارۍ چلونکي د ویزو او نورو قیوداتو له امله سرټکوي. دا ستونزه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان وویل له افغانستان ور تلونکي لارۍ چلوونکي دې پاسپورت او ویزې ولري. اوس د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې ویلي، دواړو خواوو له یو لړ غونډو وروسته د تورخم دروازې پر پرانیستلو سلا وکړه، خو پاکستان د لاریو چلوونکو ته د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د مارچ تر ۳۱ مه نېټې نوی ضرب الاجل ټاکلی دی.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/n3dNczrbLxg/maxresdefault.jpg)