Streaming & downloading available
Song : Zanzeray Tappy توري : زنځیرۍ ټپې
Music : Yamee Studio موسیقي : یمي سټوډیو
Singer & Composer : Karan Khan ویونکی او کمپوزر : کرن خان
Lyrics : Karan Khan : شاعر : کرن خان
Album : Parizad البم : پریزاد
Rabab & Baghlama : Waqar Atal رباب او بغلامه : وقاراتل
Clarinet : Shoukat Paniyal کنلارنټ : شوکت پنیال
Tabla : Haroon Pukhtoon طبله : هارون پښتون
Dholak : Shakir Arman ډهولک : شاکر ارمان
Record Label : KK Production خپرؤنکی : کی کی پروډکشن
Urdu Subtitle : Dr Izharullah Izhar اردو ژباړه : ډاکټر اظهارالله اظهار
English Subtitle : Dr Anwar Aurakzai انګليسي ژباړه : ډاکټر انور اورکزی
D O P : Raza Khattak عکاسي : رضاخټک
Director & Editing : Jahangir Khan لارښود او تدوین : جهانګیرخان
Makeup Artist : Sikandar سنګهار : سکندر
Location : Zeb Farmhouse
Harīpur ځاې : زیب فارم هاؤس هریپور
Special Thanks To : Haroon Zeb Khan, Shahzeb khan, Baba Sikandar, Rashid Bangash, & Dr Anwar Aurakzai خصوصي مننه د ، هارون زیب خان ، شاه زېب خان ، باباسکندر ، راشدبنګش او ډاکټر انور اورکزی
Dedicated To : Humanity ډالۍ : ټول انسانیت ته
ستاسو کرن خان
Producer & Composer: Karan
Khan
Creative Director & Executive Producer: Izhar Manzoor
© ℗ 2022 US Copyright TBG International & Karan Khan
Label: TBG International / SSMG / Universal Music Group Distribution
Hollywood, California USA
For more visit
Website : [ Ссылка ]
Facebook: [ Ссылка ]
Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Dailymotion: [ Ссылка ]
Soundcloud: [ Ссылка ]
Spotify:
[ Ссылка ]...
Itunes:
[ Ссылка ]...
Saavn:
[ Ссылка ]...
Anghami:
[ Ссылка ]
Deezer:
[ Ссылка ]
Tidal:
[ Ссылка ]
Google Play:
[ Ссылка ]...
Amazon:
[ Ссылка ]...
YouTube:
[ Ссылка ]
YouTube: KK Prodiction
[ Ссылка ]
Email:
Pukhtoonkaran@gmail.com
پریزاد ! زنځیرۍ ټپې
چې به پرې کور مالت ښائیسته و
هغه ځوانان ، ښکلي یاران ، ګل هلکان مسافرو خوړلي دینه
غر په سوکونو نه ماتیږي
د کم عقلۍ ، د نادانۍ ، دا لېونۍ خبرې مه کوه مئینه
د کال څلور فصلونه تېر شو
ډک مې لېمه ، څه را په زړه ، نصیب مې نه شو ستا د سترګو دیدنونه
د یاره زړه صبرول ګران دي
په نصیبونو ، اسمانونو ، دریابونو کرښې چا راښکلي دینه
یو وخت ؤ ما به وې چې شکر محبت لرمه
نه ؤم خبر د محبت په نوم عادت لرمه
دا به د پاک الله رضا وي
چې چرته ښکلي ، نازولي ، ما لیدلي دي بدرنګ یې زړوینه
د الله دې کرم ته ګوره
یم په ژړا ، سحر سبا ، مئین په چا یم غاړه چا له ورکؤمه
مئین به یم پښتون به نه یم
په ورځ او شپه ، دې وي خفه ، که مې دا زړه درپسې چوي هېر به دې کړمه
زه پروادار د هېچا نه یم
د مینې یار ، او وفادار ، که پروادار یمه د خپل جانان به یمه
ما ډېر په ګرانه له کتابه ستا نامه ویستې ده
ستا د همنامو انسانانو نه نفرت لرمه
په تناره یې ډوډۍ سوځي
وي لېونۍ ، په نادانۍ ، کومې جینۍ چې په چا زړه بائیللې وینه
جینۍ که ټوکی د بخمل دی
یار یې نېستمن دی ، کبرجن دی ، دروغژن دی په ژړا له ملکه ځینه
چې د زړه واک دې چا له ورکړو
نو یو په لس ، تر خپله وس ، هم هغه کس به دې په زړه لوبې کوینه
پهٔ خلهٔ ملا پهٔ زړهٔ بلا یې
کوې مطلب ، په کوم سبب ، پهٔ خلهٔ دې رب پهٔ زړهٔ دې درب ختلي دينه
د پېغورونو نه دې پوزې له راغلی یمه
ځینې دردونه په زړګي کې امانت لرمه
د ورځې خاندم مجبوري ده
خله مې تړې ، بیا مې شړې ، د شپې وړې سلګۍ وهم تا یادؤمه
ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلي
د زړه د سره ، سور کافره ، په نهره مې لمبې خلې له راځینه
زما د زړه نه خبر خدایه
چرته مې بیایه ، له دې ځایه ، لار راښایه لېونی ورپسې شومه
قسمته ډېر درنه خفه یمه
کله جانان ، کله ارمان ، کله مې خان کړې کله غواړمه خېرونه
زنځیرۍ ټپه یا زنځیرۍ ټپې
ملګرو هنرمندانو په کلیوالو سیمو کې علاقائي هنرمندانو په مجلسونو کې وخت په وخت وئیلي دي خو په لیکلې بڼه لا هم کار ته اړتیا لري
ورسره ورسره د زنځیرې ټپې په جوړښت باندې باید لږ تر لږه معلومات وي
مونږ چې کومې زنځیرۍ ټپې د ملګري بختیارخټک د خلې د موسیقۍ سره په ښه بڼه کې اوریدلي دي د هغې نه یوه زنځیرۍ ټپه د بېلګې په توګه دلته لیکم
بېلګه —
تا سره نور نه ځم په لارې
مکارې ، خونکارې ، نوکارې لګوې تباه دې کړمه
دا زنځیرۍ ټپه اول بند نهه سېلابه لري او دوهم بند یې اوولس سېلابونه لري
د ټپې مثال ما اول اووې چې په ولسي ادب کې د مور دی نو ټپئیزه ، ټکوریزه ، زنځیرۍ ټپه ، ټپئیزه سندره دا ټولې د ټپې نه راوتي لړۍ دي چې د ټپې اولادونه دي - ما په خپل پریزاد البم کې د زنځیرۍ ټپې په نوم دا صنف راوړی دی
بېلګه —
چې به پرې کور مالت ښائیسته و
هغه ځوانان ، ښکلي یاران ، ګل هلکان مسافرو خوړلي دینه
ددې زنځیرۍ ټپې اول بند نهه سېلابه او دوهم بند یوویشت سېلابونه لري
د تجربې په بنیاد مو د زنځیرۍ ټپې په نوم ثبت کړي دي د دې څو کرښو د لیکلو غرض مې دا و چې په انټرنېټي نړۍ کې دا خبره او د ټپې او زنځیرۍ ټپې د ساخت دا لنډه پېژندګلو محفوظه شي
دا سندره د JF2 ګروپ لخوا سپانسر شوې ده
JF2
د اسلام اباد انټرنېشنل ائیرپورټ سره نزدې په کشمیر هائي وی باندې ډېر ښائیسته او د یو نوي طرز High Rise جوړوي
Ph no
00923457222448
#parizadalbum #Zanzeraytappy #Karankhan2022song
![](https://i.ytimg.com/vi/pQVFtCGF5J4/maxresdefault.jpg)