Goodar Zazai
Song: Pashto Tappy
Compose: Folk
Producer: Goodar Music
►Copyrights Notice : @GoodarZazaiOfficial Youtube Channel. Strong action will be taken against anyone who re-uploads this video
پښتو مصرۍ
په توره شپه مې پسې بوځئ
تړلی زړه مې ځنځیرونه ماتوینه
دا ستا دا ګردې مردې سترګې
زه يـې په ګـرده دنياګـۍ نه ورکومه
د جدایۍ زور مې لیدلی
کور کې مرغو ته ځالې خيله جوړومه
په تا مې زړه ډاډه دی یاره
دا نوره خلک هسې جمې جوړوینه
که ابادي غواړې کرار سه
که بربادي غواړې بیا نښې درلېږمه
تبه دې ماته راسه یاره
دا ستا واړه زګېروي مې زړه سوری کوینه
که تر اختره رضا نشوې
زه به ګنډلې جامې اور ته واچومه
هلته مې ته کتې لالیه
دلته مې ستن له ګوتې ووته مینه
جانان زما وو زما نه سو
خلکه چې څومره مې رټئ خوشاله یمه
دروازه لرې ورته پرېدئ
زما بنګي لالی په نیمه شپه راځینه
![](https://i.ytimg.com/vi/pQZQeDrEgcs/maxresdefault.jpg)