افغانستان کې د اسلامي جمعيت ګوند د بلخ پخواني والي عطا نور د استعفا له يادونې په ډډې يوه اعلاميه کې د ارګ ګام غندلی او دا يې يو بېړنی کار چې په وينا يې د افغانستان امنيت او ارامۍ سره ټکر کې دی.
ارګ له دې مخکې ويلي وو چې ولسمشر اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفاء منلې ده.
د افغان ولسمشرۍ يوه اعلاميه کې چې رسنيو ته استول شوې، ويل شوي چې ښاغلي عطا څه موده مخکې له دندې استعفا کړې وه.
اعلاميه کې ويل شوي، چې بل کس چې محمد داود نومېږي د بلخ والي په توګه ټاکلی دی.
![](https://i.ytimg.com/vi/tJJiFDsXKEc/mqdefault.jpg)