د څه باندې يو دېرش ميليونه افغانېو په ارزښت مهترلام ښار کې د لغمان والي په لاسونو د يوه تجارتي مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په يادو مراسمو کې، چې نن يکشنبه د چنګاښ پر ۹ نېټه له غرمې وړاندې ترسره شول، پکې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره، دفتر رئيس فريد احمد مارزک، مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.
لومړی د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي د ياد مارکېټه په اړه معلومات د لغمان والي سره شريک کړل.
هغه زياتوي ياد تجارتي مارکېټ په دوه پوړونو کې د (۳۱,۳,۲۷,۵۹۷) افغانېو په لګښت، چې مصرف يې مهترلام ښاروالۍ ورکوي د منصور شريف ساختماني شرکت لخوا د يو کال په موده کې جوړيږي.
ښاروال وايي، ياد تجارتي مارکېټ په دوو پوړونو کې جویږي چې ۲۰ هټۍ، ۳ سوپر سټورونه، يوه شيشه خانه، يو جيم کلپ، يو د سپورټ برخې سټور، يو راستورانت، ۱۴ تشنابونه، يو ايسکريم خانه، ۶ دفترونه، يو د زيوراتو برخه، ۶ د مسافرو خونې، انټرنېټ او ګڼو نورو اسانتياو لروونکی به وي.
نوموړي د قراردادي شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د مارکېټ د جوړولو په وخت کې د کارونو کيفيت او کمېت ته ځانکړې پاملرنه وکړي.
په ورته مهال لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ وويل، په لغمان ولايت کې، چې د کارموندې لپاره کوم پروګرام روان دی د افغانستان په کچه يو موډل حسابيږي.
هغه زياته کړه، هڅه کوي ترڅو په دې ولايت کې سرمايه جلب کړی او تر ډېره په دې برخه کې بریالی روان دی.
والي ننګ د مشرقي په ځانګړي ډول د لغمان په سرمايه دارانو غږ وکړ، چې په دې ولايت کې پانګه اچونه وکړي او زياته يې کړه ولايتي اداره چمتو ده، چې د ځمکې ترڅنګ ورته نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.
ښاغلي ننګ ياد دوه پوړيزه تجارتي مارکېټ جوړېدل ښه اقدام ياد کړ او په دې برخه کې د مهترلام ښاروال څخه مننه وکړه، چې تل هڅه کوي ترڅو د بيا رغونې او انکشاف په برخه کې کار وکړي.
هغه د قراردادي شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د مارکېټ د جوړولو په وخت کې د کارونو کيفيت او کمېت ته ځانکړې پاملرنه وکړي.
۱۳۹۸/۴/۹
Ещё видео!