د کندهار والي حیات الله حیات وایي په دوحه کې د خبرو له پیل را وروسته په ټول هیواد په تېره بیا کندهار کې د طالبانو جنګي ماشین تر پخوا ډیر فعال شوی او دوی د افغانستان پر ولس او نورو ټولګټو پروژو هیڅ رحم نه لري. نوموړی زیاتوي چې طالبانو یواځې په تېره یوه نیمه میاشت کې په ولسوالیو کې تر ۲۰ زیات موټر بم بریدونه کړي دي، چې دا د ټول افغانستان په پرتله ډیر زیات دي، خو دفاعي او امنیتي ځواکونو د دوی د ګواښونو سره په میړانه مبارزه کوي. د ده په خبره، د دې ډلې تاوتریخوالي خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.
![](https://i.ytimg.com/vi/vFW3pPH2ifI/maxresdefault.jpg)