د پاکستان یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د واک پر مهال د محرمو دولتي اسنادو د افشا کولو په تور په لس کاله بند محکوم کړ. دا قضیه د امریکا او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو مکتوبونو سره تړاو لري. عمران خان تور لګاوه چې مکتوب یې د حکومت د نسکورولو لپاره د امریکا د دسیسې یوه برخه وه. دا تور واشنګټن رد کړی دی. ګوند یې محاکمه د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل بللې دي او وايي اپیل کوي. د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرستیال – شاه محمود قریشي هم په ورته قضیه کې په لس کاله بند محکوم شوی دی.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
![](https://i.ytimg.com/vi/wuWJ_I0ykfw/maxresdefault.jpg)