د طالبانو د مشرتابه سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر، له پي بي ایس ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان ته جګړه او بدبختۍ امریکا راوړي او د دوی په وتلو سره به ختمیږي.
برادر وايي، د امریکا اصلي هدف یوازې یو کس اسامه بن لادن و، چې هغه هم وژل شوی خو امریکا اوس لا هم خپلې جګړې ته دوام ورکړی دی.
د نوموړي په نظر، که دا جګړه د افغانانو ترمنځ وه، اتلس کاله به یې نه نیول او نه به هم دومره خلک پکې وژل کېدل.
![](https://i.ytimg.com/vi/yQIBtUis2mY/mqdefault.jpg)