شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ـــــــــ
بس دی افلاطونه، فلسفه دې سمبال کېږده
غونډ دې کړه دامونه خپل او تهه د جال کېږده
عقل، عقل، عقل څه دی؟ کفر کفر کفر دی
عقل چې يې ګير کړي، دی غلام غلام زما
زه يې چې راونيسم نو ړوکی دی زما نه
لاندې کړم د پښو څنګه، د سر مقام زما
ډمه پرښته کړم، وينځه کړم بيبي د هوش د کور
مرګ کړمه مالک د خېشت، د مينې او د جوش د کور
ورکړم ړوند بڼيا له ټول اختيار د رنګ او هوش د کور
لوږه د دلال شم او خندا د ګلفروش د کور
بس دی افلاطونه، دا خپل ډول ډبلی پورته کړه
دا مندر د حسن دی، ته مخ د عقل کور ته کړه
دلته ټول بيلات بيلات دی، نشته دی ګټل ګټل
دلته ژوند ورکول دي، جمع کول راغونډول نه دي
دلته مينه تش يو ښکلی، سيند کې ډوبېدل نه دي
دلته ژوند داستان د غم، خندا ګډا کتل نه دي
زرلکه مانې که د هلال د رڼا وکړې ته
نشته دی په تا کې د هلال بڅری يو
زر زره رازونه دې کوهي کې ښکاره شوي دي
نه دي ښولي ته ته د ارمان کمترې يو
دلته ډېر خوبونه د رڼا ليدلي شوي دي
نه دي ښولي تا ته خپلې مړې دلبرې يو
ته لېونی نشوې، لېونتوب ته جلال پرېږده
بس کړه افلاطونه، فلسفه دې سمبال کېږده
تا سره ده تله د سېرونو د منونو
دلته کې بحرونه دي او تور او درانه غرونه
ته يې بيوپاري د عطرو، ګوړو، د چرګانو
دلته کې پرتې دي ولولې او امېدونه
تا له يو قطره شراب، درياب د تورو زهرو
دلته کې پراته دي، په زرګونو ډک خُمونه
اې د رڼا زويه دلته لړې او خُمونه دي
ستا تله قطرې تلي او دلته دريابونه دي
ته د ادم لاس يې، د ادم سترګې او سر
ته د ده پوشاک، دده لباس، دده بستر
ته د ده وجود، د ده ارام، د ده بهبود
ته د ده قانون، د ده آقا، د ده افسر
دلته ټول تلل دي ستا د تلې نه اوچت
غرونه د عقاب دي، د بلبلې نه اوچت
ستا سترګې روښانه دي خو زړه دې دروند او تور دی
تا کره روښانه ستوري نه دي، اور دی اور دی
![](https://s2.save4k.ru/pic/0Z-pYZg8eY0/maxresdefault.jpg)